د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست په اړه
د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست، د عامه او خصوصي مشارکت د پالیسیو د مدیریت، تحلیل او ارزونې، ادارو ته د تخنیکي آسانتیاوو چمتو کولو، دمرحلو .د پرمخ وړلو چارو اسانولو، د عامه او خصوصي مشارکت پراخولو او نورو دندو ترسره کولو په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي
د افغانستان حکومت په پام کې لري تر څو د عامه او خصوصي مشارکت له لاری د خدمتونو او عامه بنسټونو د تمويل، د معياری فزيکي بنسټونو د کمښت ستونزی، په ټيټو معيارونو عامه خدمتونو ته د لاسرسي کمښت، د پرمختيايي پروژو زیاتوالی، د خدمتونو په وړاندی کولو او عامه بنسټونو په برخه کې د دولتي ادارو د ظرفیتونو ټيټوالی، په بهرنيو مرستو باندی تکيه، په هيواد کې د شته فرصتونو څخه استفاده نه کول، او همدارنګه د هيواد په کچه کورني او بهرني خصوصي سکتور لپاره د پانګې اچونې د ښو فرصتونو نشتون هغه ستونزي دي چې د افغانستان دولت ورسره مخامخ دی. بناً دافغانستان حکومت به وکولای شي ترڅو دعامه او خصوصي مشارکت له لاری تر ډيره بريده دا ستونزی هواری کړي.
د عامه او خصوصي مشارکت پیژندنه
عامه او خصوصي مشارکت د زیربناوو د احداث او عامه خدمتونو د وړاندی کولو، دهغو ملاتړ او پرمختګ په منظور د اداری او خصوصي اړخ تر منځ شراکت دی کوم چې د هغو پر بنسټ مسؤلیتونه، خطرونه، ګټه او تاوان د اداری او خصوصي اړخ تر منځ په مناسب ډول ویشل شوی، خصوصي اړخ د اداری دندی د مشخصی مودی لپاره اجراء کوي او د هغو له شتمنیو څخه ګټه پورته کوي.
اسنادونه
د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست د لاسته راوړنو څخه د عامه او خصوصي مشارکت قانون، پالیسی، مقرره، طرزالعملونه او نور معیاری اسناد دی
د افغانستان حکومت د اساسي قانون د (۷۹) مادې د حکم له مخې، د عامه او خصوصي مشارکت د قانون طرحه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په غونډه کې د ۱۴/۶/۱۳۹۷ نيټي (۱۰) ګڼې مصوبه پربنسټ په ۸ فصلونو او ۶۳ مادو کې تصویب شوه. د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس تقنینی فرمان پر بنسټ د ۱۴/۶/۱۳۹۷ نیټی (۳۱۴) ګڼې پربنسټ توشیح شوه. د عامه او خصوصي مشارکت قانون د توشیح وروسته نافذ دی.
د عامه او خصوصي مشارکت پالیسی د افغانستان اسلامی جمهوریت د کابینی د 12/12/1395نیټې د (۱۹) فقری او د ۲۴ ګڼی مصوبی پربنسټ تصویب شوی ده د عامه او خصوصي مشارکت مقرره بشپړه شوی او د ورستنی پړاو لپاره د افغانستان عدلیی وزارت ته وړاندی شوی ده
د عامه او خصوصی مشارکت پروژې
د عامه او خصوصي مشارکت پروژې بايد په داسې توګه طرح او پلی شي چې د عامه او خصوصي اړخ ګټی خوندی کړی او له عامه پاليس او پلانونو سره سمون ولري. په دې توګه، حکومت نشي کولای هغه پروژې ومنی چې يواځې د وړاندې کوونکي ګټې خوندی کوي.
خبرونه
مونږ سره اړیکه
د عامه او خصوصی مشارکت لوی ریاست
د مالیی وزارت د افغانستان اسلامی جمهوریت
پشتونستان وات،کابل افغانستان
۷۹۱۰۳۱۰۰۲۲ ۹۳+
cpppa@mof.gov.af