افغانستان اسلامی جمهوریت مالیې وزارت د حرکت موسسي پر مرسته او ملاټر د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ خبرې اترې (ډیالوګ) د دوبۍ نړیوال او ملي میشتو پانګه والو او سوداګرو له پاره د ۱۳۹۹ روان کال د وږی میاشت د ۲۳ نه تر ۲۴ پوري په متحده عربي اماراتو (دوبۍ) کې د عامه او خصوصی مشارکت له لارې د پانګونې فرصتونو هڅولو، راجلبولو او رامنځته کولو په موځه  پانګې جذبولو دا پروګرام برابر کړی دي. 

د دې خبرو او اترو اصلي موخه د مشارکت پروسې په اړه خبرول، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د ذهنیتونه او باور رامینځته کول دي ترڅو د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوونې لپاره مناسب چاپیریال چمتو کړي، همدارنګه د زیربناو جوړولو او بیارغونې کې د خصوصي سکتور برخه اخیستنه، د مهارتونو جلبول او د عامه خدماتو برابرول، په خصوصي سکټور او بانکونو کې د میشتو پانګوونې نه مؤثره ګټه اخیستنه د افغانستان حکومت د اړینو اقتصادي اجنډا او ستراتیژي د اقتصادي وده او د خصوصي سکټور پراختیا له پاره ګنل کیږي.

لدې کبله، د هیواد د شرایطو او اقتصادي ودې لپاره د مناسب چاپیریال رامینځته کولو په موخه، اړینه ده چې دا ډول خبرې اترې او پروګرامونه په کور دننه او بهر کې ترسره کړو ترڅو ټول دولتي ادارې، خصوصي سکټور، ملي او نړیوال بنسټونه، اتحادیې هر یو اقتصادي ودې او پرمختګ، د خصوصي برخې په پیاوړتیا کې کړندي برخه ولري. سربیره پردې، د خصوصی سکټور نظریات او وړاندیزونه به د زیربنایی پروژو پر پلي کولو او مخته وړلو کې د افغانستان حکومت سره تر ډیره بریده مرسته وکړي.

د قران کریم د تلاوت نه وروسته په لومړۍ ورځ کې، جلالتمآب مسعود احمد عزیزي، په افغانستان او دوبۍ کې د نړیوالو اړیکو قونسل، د برنامې اهمیت په اړه خپله پرانیسته وینا وکړه. ورپسې د حرکت اجراییه رئیس نور عالم حکیم یار د پروګرام د اهمیت او خصوصي پانګوونې په اړه خپل معلومات غونډې ته وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې جلالتمآب عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست وزیر، جلالتمآب ډاکټر محمد مصطفی مستور د اقتصاد وزیر او جلالتمآب عبدالحمید هلمندي، د کرنې او اقتصادي پراختیا لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی، د اقتصادي اصلاحاتو، دوامداره اقتصادي ودې او خصوصي سکتور پراختیا لپاره د افغان حکومت لیدلر په اړه خبرې وکړې. سربیره پردې جلالتمآب عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست وزیر، حاجی تور منګل شګیوال، د افغانستان د سوداګرۍ فدراسیون اجرائیوي رئیس او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس، ډاکټر ایمل ارمان د افغانستان د کرنې پراختیا وجهي صندوق اجرائیوي رئیس او د افغانستان نړیوال مالي سازمان (IFC) استازی وږمه مومند کړوخیل د پورتني یادي شوي موضوع په هکله د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه بیان کړل.