د 1396 کال د جدی(مرغومي) میاشتی په ۹ نیټه د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمیسیون په لومړی ځل دوه قراداونه تصویب کړل
جمهور رئیس محمد اشرف غنی یادې پروژې د داخلي انرژۍ د تولید بستر د ایجاد په برخه کې لومړی ګام او د خصوصي پانګونې له لارې د انرژۍ سکتور د خودکفایۍ په لور یو مهم ګام وباله او څرګنده یی کړه چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د انرژۍ سکتور د جزیرې په توګه عمل کوي چې اړتیا ده په راتلونکې لسیزه کې په یو واحد سیستم بدل شي او په دې بهیر کې د خصوصي پانګونې رول عمده دی.
د ملی تدارکاتو کمیسیون لخوا منظور شوی پروژی هر یو:
د مزار شریف د ګازی بریښنا پروژه
د ګازی بریښنا تولید پروژه چی په بلخ ولایت کی جوړیږی او د ۵۲ میګاواټو څخه لوړی بریښنا تولید ظرفیت لری او د متشبثینو او اتباعو لپاره د انرژی یوه داخلی او دوامداره منبع بلل کیږی.
د غضنفر ګروپ په دغه پروژه کی د ۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کوی چې یاده پروژه به د دولت د کلنی عوایدو د زیاتوالی سبب وکرځی چې د دولت عواید به د مالیاتو له درکه ۵۲،۸ میلیونو امریکایی ډالرو ته رسیږی.
همدارنګه د بلخ د ګازی بریښنا پروژی د تطبیق سره به داخلی ګازو ته د خرڅلاو زمینه هم برابره شی او دولت به وکولای شی ۱۳۶ میلیونه امریکایی ډالر، عواید به د ګازو د خرڅلاو څخه لاسته راوړی.
د بیات پاور ګازی بریښنا پروژه
د بیات پاور ګازی بریښنا پروژه چي په جوزجان ولایت کی جوړیږی او د ۴۰ میګاواټو بریښنا تولید ظرفیت به لری. یاده پروژه به د متشبثینو او اتباعو لپاره د انرژۍ، کورنۍ او دوامداره منبع بلل کیږی.
د بیات شرکت یاده پروژه کی د ۳۸،۸۵ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت پانګونه کوی چې د دولت د کلنی عوایدو د زیاتوالی سبب کرځی او د دولت عواید به د پروژی د مالیاتو له درکه ۷،۸ میلیونو ډالرو ته ورسیږی.
د بیات پاور ګازی بریښنا پروژی د تطبیق سره به داخلی ګازو ته د خرڅلاو زمینه هم برابره شی چی دولت به وکولای شی ۳۷ میلیونه امریکایی ډالرو عواید د ګازو د خرڅلاو څخه لاس ته راوړی.
د مزار شریف (بلخ) او د بیات ګازی بریښنا پروژو(جوزجان) اقتصادی تأثیرات:
- سلګونو کاریګرو او متخصصینو لپاره به کاری موکی رامنځته شی،
- د اتباعو او متشبثینو لپاره به د انرژۍ د پایښت سرچینې برابره شی،
- د دولت بودیجی د کسر کموالی (د عوایدو زیاتوالی لکه مالیات او ګازو پلورل)
- د تشبثاتو وده او کورني محصولاتو تولید
- د وارداتی انرژۍ لپاره دوامداره بدیل
- د انرژي په برخه کی د خصوصی اړخ د پانګونی وده
د یادونی وړ ده چی د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، دافغانستان د ځمکو خپلواکه اداره او د پترولیم او کانونو وزارت د دې پروژو د منظورۍ هرکلی وکړ او د خپلو اړوند برخو د عملي کولو چمتووالی یې اعلان کړ.