17 کب 1395: د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت د پروژو د ټاکنې او تشخیص په اړه ورکشاپ د کب میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې جوړ شو.
د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت رئیس ښاغلي عبدالمومن منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د عامه او خصوصي مشارکت د پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. نوموړي یاد پروګرام د حکومت په کچه یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د غونډې له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي
د یادونې وړه ده چې په دې ورکشاپ کې د مالیې وزارت د یو شمیر کارکوونکو تر څنګ د ټولو وزارتونو دولتي ادارو استازو ګډون کړی وو.