دعامه او خصوصی مشارکت لوي ریاست د مشارکت قانون او مقرری په اړه یو ورځینی کاری ورکشاپ د سوداګرۍ او صنایعو خوني د غونډو په تالار کې د روان ۱۳۹۶ هـ ل کال د میزان میاشتي په ۴ مه نیټه د هیواد ولسی جرګي، ستری محکمی تدقیقو او مطالعاتو ریاست، کرني، ابو لګولو او مالداری وزارت، دځمکو خپلواکه اداری(اراضی)، اقتصاد وزارت، عامي روغتیا وزارت، سوداګرۍ او صنایعو وزارت، عدليې وزارت قانون جوړوني انستیتوت، ابو او انرژی وزارت، کابل ښاروالۍ، ټولګټو وزارت، دافغانستان بانک، کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی استادانو دافغانستان برښنا شرکت چارواکو په حضور ترسره شو.

ددی لپاره چې د عامه او خصوصی مشارکت قانون اوس د هیواد ولسی جرګي مالی او اقتصادي چارو کمیسون کې تر غور لاندی دی همدارنګه د عامه او خصوصی مشارکت مقرره د قانون جوړوني انستیتوت کې په نهايې حالت کې قرار لری نو لازمه وه چې د پورتنیو اداراتو نظریات هم له ځان سره ولرو ترڅو وتوانیږو یو غني قانون او هر اړخیزه مقرره ولرو.

په پای کی د پورتنیو اداراتو استازو په مختلفو برخو کې لازم بحثونه رامنځته کړل او خپل مهم نظریات یی د قانون او مقرری د غني کیدو په برخه کی  دعامه او خصوصی مشارکت لوي ریاست ټیم سره شریک کړل.