مالیې وزارت د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار کې له سوداګرو او پانګوالو سره د ناستې په دویمه ورځ د حرکت مؤسسې په همکارۍ د وږې میاشتې په ۲۴ مه نېټه په هغه هیواد کې مېشتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د عامه او خصوصي مشارکت شپاړس اړینې پروژې وړاندي کړې.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د خصوصي سکټور استازو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو یو شمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وو.

د دې ناستې اساسي موخه د عامه او خصوصي مشارکت بهیر منعکسول دي، چې د اغېزمنو خدمتونو وړاندي کول او فزیکي زېربناوو جوړول، د خصوصي سکټور د تشبثي مهارتونو جلبول او په بهرنیو مرستو د حکومت تکیه راکمول د افغانستان د حکومت د پالیسیو په سر کې راځي.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، وویل:” د افغانستان حکومت د قانوني چوکاټ پر بنسټ د کورني او بهرني خصوصي سکتور پانګونې راجلبولو او هڅونې لپاره د مناسب چاپیریال چمتو کول په پام کې نیولي دي او خصوصي سکټور هڅوي ترڅو په هیواد کې خپله پانګه زیاته او د پانګونې په برخه کې د دولت باور ترلاسه کړي.

په دې ناسته کې د عامه او خصوصي مشارکت ټیم ګډونوالو ته د عامه او خصوصی مشارکت د قانوني چوکاټ رامینځته کولو، جوړښت، دندو، او داسې پروژو په اړه چې د خصوصي سکټور او پانګوالو لپاره اړینې او د پانګونې فرصتونه برابر وي هراړخیز معلومات وړاندي کړل.

د یادونې وړده، چې حکومت غواړي، د کابل هوایي ډګر د ترمینل کارګو، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د هوټل جوړول، د علي جناع روغتون رغونه، د۲۲۶.۵ میګاواټه په ظرفیت سره د باغدرې اوبو برېښنا شبکې جوړول، په کابل ښار کې نوري فایبر، د قیمتي ډبرو پروسس، جمهوریت روغتون رغول، د ملي سوداګرۍ باغونو جوړول، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د نوي ترمینل جوړول، د مه می کلا بند جوړول، د پنځو مسلخونو عملیاتي چارې او ساتنه او پالنه، په سروبي کې دویم برېښنا بند، سنتي مارکېټونه جوړول، د اوبو مدیریت او ذخیره او د پستو باغونو جوړولو پراختیایي پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کړي.

د ناستې په پای کې پانګوالو په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت پروګرام له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې په دې هیواد کې به د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي.