د عامه او خصوصی مشارکت د قانون د اتمی مادی پر بنسټ عامه او خصوصی مشارکت د لاندی دندو او واکونو لرونکی ده:

  1. د دې قانون، مقررې او د عامه او خصوصې مشارکت د کړنلارې له حکمونو سره سم، ادارو، اقتصادي عالی شوري او نورو ذیدخلو اړخونو ته د تخنیکي مشورو وړاندې کول.
  2. د عامه او خصوصي مشارکت د دواطلبانو د هڅولو، جلب او ملاتړ لپاره د سکتوري ادارو د پالیسیو په طرحه او ترتیب کې همکاري.
  3. د ادارو د طرحې او د خصوصي اړخ د وړاندیز ثبت، تحلیل او ارزونه او پرمختیایي، ملی، سکتوري پلانونو او ملی لومړیتوبونو او د هغو ټولنیز، اقتصادي او ژوند چاپیریالیزو اغیزو سره د هغو سمون او اقتصادي عالي شوري ته د هغو تاَیید، تعدیل یا د رد لپاره د لازمو وړاندیزونو وړاندې کول.
  4. اقتصادي عالی شوري ته د عامه او خصوصي مشارکت د مقررې او کړنلارې له حکمونو سره سم، د شونتیا د پایلې وړاندې کول.
  5. د هغو له سندونو سره یو ځای د ملي تدارکاتو کمیسیون ته د منظورۍ په غرض له تحلیل او برسۍ وروسته د مشارکت د قرارداد وړاندی کول.
  6. ددې قانون، مقررې او مشارکت د قرارداد له حکمونو سره سم، د پروژې له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کول.
  7. له پروژې څخه د حکومت ملاتړ په اړه، د غوښتنلیکونو اروزونه او اړوند اعطاء آمر ته د لازمې مشورې وړاندې کول.
  8. عندالضرورت د کړنلارې او لارښودونو طرحه او ترتیب او د متحدالمالونو او د هغوی د تعدیل صادرول.
  9. د پروژو د تشخیص، طرحی، پرمختیا، ارزونې، تدارک او د تطبیق په منظور، له اړوندو ادارو سره د اړیکو او همکاریو ټینښکت (تحکیم).
  10. د پروژې د پرمختیایې و جوهر مدیریت او غوښتنلیکونو ارزونه او د پروژې له پرومختیایی صندوق څخه د ګټی اخیستنې د څرنګوالي په هکله، اړوند مقام ته د مشورې وړاندې کول.
  11. د عامه او خصوصي مشارکت په چارو کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې د پالیسۍ وضع او د عامه او خصوصیي مشارکت او پروژو په چارو کې ددې قانون، مقررو، کړنلارو او متحدالمالونو د حکمونو د خپرولو لپاره د ثبت، د تدارکاتواسانتیا د معلوماتی مرکز (دیتابیس) د رامنڅته کولو په شمول او په عامه او خصوصي مشارکت کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د ګټی اخیستنې د زمینې برابرول.
  12. د عامه او خصوصی مشارکت په چارو کې د ادارو یا عامه او خصوصی مشارکت د واحد د ظرفیت او تخصصي مهارتونو برسرري.
  13. د چارو د ښه والي په منظور، له ادارو یا د عامه او خصوصی مشارکت له واحد څخه د رارسېدلو کلنیو رپوټونو توحید او اړوند مقام ته د هغو وړاندې کول.
  14. ددي قانون، مقررې او د عامه او خصوصی مشارکت د کړنلارې له حکمونو سره سم، د مشارکت د تدارکاتي اصولو له تطبیق څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په منظور، د عامه او خصوصي مشارکت د تدارکاتو د پړاوونو له تیرولو څخه څارنه.
  15. د نورو هغو دندو اجراء کول چې د واکمن مقام لخوا محول کیږی.