دغه پروګرام چې عمده موخه يې د عملی تجربو شریکول او ددوست هیواد هندوستان دعامه او خصوصی مشارکت له پروژو څخه لیدنه وه د هندوستان هیواد مالیې محترم وزارت په مرسته جوړ شوی وه.  پدی رسمی پروګرام کې دهیواد مختلفو وزارتونو هر یو مالیې، کرني اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او برښنا، ترانسپورت او ملکی هوایې چلند او اورګاډی د پټلۍ اداری مسؤلینو برخه اخیستی وه چې په دوست هیواد هندوستان کې ترسره شو. یاد پروګرام  کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په هر اړخیزه همکارۍ بحث وشو ترڅو وکولای شو د رغوني، پروژي جوړوني، د ظرفیت لوړوني برخو کې او همدارنګه د دوست هیواد هندوستان پانګوال په افغانستان کې د افغان پانګه والو سره په ګډه پانګونی ته په هڅولو سره پاي ته ورسیده. د دوست هیواد هندوستان عملی تجربو ښودلی چې عامه او خصوصی مشارکت توانیدلی ترڅو په اقتصادی او اجتماعي زیربناو کې مهم بدلونونه رامنځته کړی.دیته په کتلو سره يې په اخیره لسیزه کې يې دهیواد په اقتصادی وده کې ۳ سلنه برخه درلودله. ګران هیواد افغانستان چې د هراړخیزه شتمنیو درلودونکی دی او کولی شی چې دعامه او خصوصی مشارکت له لاری د نورو هیوادونو عملي تجربو څخه په ګټی اخستنی سره دهیواد په اقتصادی او اجتماعي زیربناو کې مهم بدلونونه رامنځته کړي. دهیواد ماليې وزارت غواړی چې د دولتی ادراو او خصوصی سکتور مسؤلینو ته د عملی تجربو دشریکو په منظور نورو هیوادو ته داسی پروګرامونه جوړ او عملی کړی.