د عامه او خصوصی مشارکت څه شی دی؟

د زیر بناوو د احداث او عامه خدمتونو د عرضی، دهغو تمویل او پرمختیا په منظور د اداری او خصوصی اړخ تر مینځ شراکت دی د هغو پر بنسټ مسؤلیتونه، خطرونه، ګټه او تاوان د اداری او خصوصی اړخ تر منځ په مناسب دول ویشل شوی، خصوصی اړخ د اداری دندی د مشخص وخت د مودی لپاره اجراء کوی او د هغو له شتمنیو څخه گته پورته کوی.

پروژه څه ده؟

هغه فعالیتونه دی چی د عامه او خصوصی مشارکت له لاری د زیربناوو د برابرولو او عامه خدمتونو د عرضی په منظور، تطبیقیږی.

د مشارکت قرارداد څه دی؟

د اداری او خصوصی اړخ تر منځ لیکلی توافق دی چی په هغو کی د پروژی شرایط او مشخصات او د اړخونو مکلفیتونه درجیږی.

پولی ارزښت څه شی دی؟

د کمی او کیفی منفعت او د هر هغه یوۀ چی حکومت ته لازیات منفعت ولری د غوراوی له په پام کی نیولو سره، د عامه سکتور یا د عامه او خصوصی مشارکت له لاری د پروژی د تطبیق د خالص منفعت مقایسه.

شونتیا څه ده؟

د پروژی مقدماتی مطالعه ده چی د پروژی د موخو د تحقق په منظور، د اداری یا د خصوصی اړخ لخوا تر سره کیږی.

حمایتي وجوه څه ده؟

هغه وجوه دی چی د مالیی وزارت په واسطه د اعانی او مالی مرستی په ډول د پروژی د تداوم د مالی تشی د ډکولو او د خصوصی اړخ د منفعت د تأمین په غرض پداسی حالت کی چی ډاډ ترلاسه شی چی د پروژی تطبیق د هغه له ملاتړ څخه پرته، شونتیا نه لری ورکول کیږی.

د پروژی پرمختیایی وجوه تعریف کړی؟

هغه وجوه دی چی ددی قانون له حکمونو سره سم، د مالیی وزارت پواسطه د پروژی د شونتیا، د متخصصینو د استخدام او د نورو مالی او اقتصادی تحلیلونو د پرمخ بیولو په منظور، رامنځته کیږی.

د خصوصی اړخ وړاندیز څه دی؟

هغه و‌‌ړاندیز دی چی د پروژی د تطبیق په منظور، د اداری له غوښتنی پرته د خصوصی اړخ لخوا و‌‌‌ړاندی کیږی.