۶ دلو ۱۳۹۵: د چاپیریال ساتنې، ټولنیزو چارو او بیا استوګنې د پالیسې لپاره د مدیریتي چوکاټ په اړه مشورتي چوکاټ د سلواغې میاشتې په ۶مه نیټه جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې چې د دولتي ادارو، نړیوال بانک، خصوصي سکټور، مدنې ټولنې او انجوګانو استازو ګډون کړې و، د خصوصي او عامه مشارکت(PPP-1) پر لومړې پروژې او د چاپیریال ساتنې، ټولنیزو چارو او بیا استوګنې د پالیسې لپاره د مدیریتي چوکاټ په هکله ځغلنده کتنه وشوه.

د مالیې وزارت د خصوصي او عامه مشارکت رئیس ښاغلي عبدالمومن منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد چوګاټ د اهمیت او د چاپیریال ساتنې او ټولنیزو چارو د مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د چاپیریال ساتنې او ټولنیزو چارو مدیریتي چوکاټ د څیړنو اسنادو چمتو کوونکی دی چې په یاد چوکاټ باندې د منفي اغیزو په وخت کې ترې ګټه اخیستل کیږي.