21 حمل 1396: په عامه او خصوصي مشارکت کې د مدني ټولنو د رول په اړه مشورتي ورکشاپ نن د وري میاشتې په ۲۱مه نېټه د مالیې وزارت په خیر هال کې جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې چې د بېلابېلو مدني ټولنو استازو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت رئیس ښاغلي عبدالمؤمن منصور د ورکشاپ په پرانیسته وینا کې د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د عامه او خصوصي مشارکت د رول او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د یاد مشارکت رامنځته کول یې د افغان حکومت یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

همدا شان په دې ورکشاپ کې په عامه او خصوصي مشارکت کې د مدني ټولنو د رول په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې او په دې اړه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول.

د یادونې وړ ده چې مالیې وزارت په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت د پروسې پلي کېدو په برخه کې د رهبرۍ او څارنې مسؤلیت په غاړه لري او په دې برخه کې د لا همکارۍ په موخه له بېلابېلو ادارو او ټولنو سره ورته مشورتي ورکشاپونه او د عامه پوهاوي ناستې جوړوي.