د عامه او خصوصي مشارکت له لوری د مشارکت قانون اود مشارکت پيژندنی یو ورځینی ورکشاپ د روان ۱۳۹۷ هـ ل کال داسد میاشتی په ۸ مه نیټه د ټرانسپورټ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

ورکشاپ د ټرانسپورټ وزارت پالیسی او برنامو قدرمن معین سید ولی سلطان په پرانیستونکی وینا پیل شو چې د عامه او خصوصي مشارکت  ګټی  او اهمیت یې دخپلو خبرو اصلی ټکی وه.

ورپسی د ورکشاپ د اجنډا مطابق قدرمن واکمن صمیم امین، د عامه او خصوصی مشارکت لوی ریاست حقوقی چارو ارشد متخصص د عامه او خصوصی مشارکت قانون پيژندني پرزنټیشن وړاندی کړ او د پرزنټیشن په جریان کې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکی ځوابونه  وویل.

د ورکشاپ په جریان کې قدرمن حیات الله زاهدی، د عامه اوخصوصی مشارکت د پروژو مالی هڅوونو آمر د مشارکت پيژندني او اهمیت پرزنټیشن وړاندی کړ چې یاد پریزنتیشن د ګډونوالو د توجه وړ وګرځید.

د ورکشاپ په پای کې قدرمن عُزیراحمد ستانکزی د مشارکت د پروژو آمر، د ټرانسپورټ برخه کې د مشارکت ارزښت پرزنټیشن وړاندی کړ او ورکشاپ د یو تن ګډونوال په دعا پای ته ورسید.