د ۱۳۹۷ کال د زمری میاشتی په۲۲ نیټه د عامه او خصوصي مشارکت تعدیل شوی قانون باندی یو ورځینی ورکشاپ ترسره شو.

ورکشاپ د عامه او خصوصي مشارکت تخنیکی رئیس قدرمن طلحه هدایت په پرانیستونکی وینا پرانیستل شو او راغلیو ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د عامه او خصوصي مشارکت د تعدیل دلایل وړاندی کړه.

د افغانستان حکومت د اساسي قانون د (۷۹) مادې د حکم له مخې، د عامه او خصوصي مشارکت د قانون طرحه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په غونډه کې د ۱۰/۶/۱۳۹۵ نيټي (۱۲) ګڼې مصوبه پربنسټ په  ۵ فصلونو او ۲۶ مادو کې تصویب شوه. د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس تقنینی فرمان پر بنسټ د ۱۱/۶/۱۳۹۵ نیټی (۱۰۳) ګڼې پربنسټ توشیح شوه. د عامه او خصوصي مشارکت قانون د توشیح وروسته نافذ دی.

دا چې د عامه او خصوصي مشارکت موضوع په افغانستان کی نوی ده نو د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست رهبرۍ وپتیله ترڅو د عامه او خصوصي مشارکت اوسني قانون د نړیوالو منل شوو اصولو پر بنسټ تعدیل کړی چې وروسته د ډير تحقیق او هڅو د عامه او خصوصی مشارکت رهبري وتوانیدله چې د عامه او خصوصی مشارکت قانون د نړیوالو منل شوو اصولو پربنسټ تعدیل کړی چې اوس د عدلیې قدرمن وزارت د قانون جوړونی انستیتیوت سره په ۸ فصلونو او ۶۲ مادو کې تر تقنینی غور لاندی دی.

د ورکشاپ په جریان کې  د عامه او خصوصی مشارکت قانون، د نظرونو او پيشنهادونو په موخه د پرزنټیشن په ډول ګډونوالو ته وړاندی شو چې د ورځی په جریان کې د ګډونوالو لخوا په قانون باندی هر اړخیز بحث وشو او د راپيدا شوو پوښتنو ځوابونه يې د عامه او خصوصی مشارکت لوی رئيس قدرمن عبدالمؤمن منصور لخوا په قانع کوونکی ډول ترلاسه کړل.

د ورکشاپ په اخیر کې د ټولو ګډنوالو نظریات د عامه او خصوصي مشارکت، د حقوقی چارو ارشد متخصص قدرمن واکمن صمیم امین لخوا په لیکلی ډول ترلاسه کړه ترڅو د قانون په غښتلتیا او بډاینه کې تری ګټه واخیستل شی.