نن د روان1397هـ ل کال سرطان میاشتی په ۱۱ مه نیټه د عامه او خصوصی مشارکت قانون پيژندنی یو ورځینی ورکشاپ د افغانستان ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خوني ۲۵ تنه دایمی غړیو ته وړاندی شو.
ورکشاپ د افغانستان ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خوني د رئیسی اغلی منیژه وافق په پرانیستونکی وینا پیل شو چې پکی د عامه او خصوصی مشارکت اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندی شو او ګډونوال يې دیته وهڅول ترڅو دعامه اوخصوصی مشارکت په پروژو کې فعاله ونډه واخلی همدارنګه عامه او خصوصی مشارکت يې په هیواد کې د ښځینه سوداګرو لپاره یو طلایی چانس وباله. ورپسی د عامه او خصوصی مشارکت لوي ریاست د حقوقی چارو ارشد متخصص لخوا د قانون څخه جوړشوی هر اړخیز پرزنټیشن ګډونوالو ته وړاندی شو همدارنګه د عامه اوخصوصی مشارکت اړوند د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخیز قانع کوونکی ځوابونه وړاندی شول.
پروګرام د ورځی په پای د افغانستان ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونی د نړیوالو اړیکو رئیسی اغلی شازیه ستانکزی لخوا مثبت وارزول شو او د عامه اوخصوصی مشارکت لوی ریاست له رهبرۍ څخه يې مننه وکړه چې د خوني همیشنی استازو ته يې د عامه او خصوصی مشارکت اړوند هر اړخیز معلومات وړاندی کړل.