نن دوشنبه د روان ۱۳۹۷ هـ ل کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په ۱۸مه نیټه د عامه او خصوصي مشارکت مشورتي بورډ دویمه ناسته چې پکې د ۱۴ وزارتونو او ادارو همیشنیو استازو ګډون درلود، ترسره شوه.

ناسته د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د عامه او خصوصي مشارکت لوی رئيس او د مشارکت مشورتي بورډ رئيس ښاغلي عبدالمؤمن منصور پرانیستونکې وینا وکړه او د مشارکت مشورتي بورډ له غړیو څخه يې مننه وکړه او کورودانۍ يې ووایه چې همیشه يې خپل وخت د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست په خدمت کې ورکړی.

ورپسې د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست په وړاندیز د هیواد صنایعو او معادن خونې او ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونې همیشنې غړیتوب د غړیو په اکثر رایو منظور شو.

دناستې په اوګدو کې د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست تخنیکي ریاست لخوا د مشارکت هغه ۸ پروژی دمشورتي بورډ غړیو سره شریکې شوې کومې چې د هیواد اقتصادي عالي شورا لخوا منظور شوي دي، همدارنګه د عامه او خصوصي مشارکت ۱۶ ډوله مختلف معیاري سندونه نظر ته وړاندې شول چې په راتلونکې ناسته کې به وروستني شي.

د یادونې وړ ده چې د عامه او خصوصي مشارکت په وړاندیز د مشارکت مشورتي بورډ کاري کړنلاره بیا ځلې د غړیو د نظر لپاره وړاندې شوه چې تر راتلونکې ناستې پورې د ټولو غړیو نظرونه راټول او د وروستی کیدو لپاره وړاندی شی.

په پاې کې د عامه او خصوصی مشارکت پالیسۍ او پراختیا رئیسې آغلې لیمه خُرم د هیواد صنایعو او معادن خونې او ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونې راغلیو استازیو ته دمشارکت مشورتي بورډ غړیتوب لاسته راوړلو له امله مبارکي وویله او پخپله راټلولونکې وینا يې ننۍ ناسته پاېته ورسوله.